بيجنګ 21 جولائي (اے پي پي) د چين اولس مشر شي جن پنګ د فلسطين خپل همڅنګ محمود عباس سره ټېلي فوني تماس نيولے دے ۔ د چين راډيو له مخئ د خبرو اترو په مهال د چين واكمنو د كرونا وباء په ضد هلو ځلو كښې د فلسطين حكومت او اولس سره د خواخوږۍ او د كلك ملاتړ څرګندونه كړې ده ۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه شريك باور لري …
د چين واكمنو د كرونا وباء په ضد د فلسطين حكومت او اولس سره د خواخوږۍ او د كلك ملاتړ څرګندونه وكړه

مزید خبریں
بيجنګ 21 جولائي (اے پي پي) د چين اولس مشر شي جن پنګ د فلسطين خپل همڅنګ محمود عباس سره ټېلي فوني تماس نيولے دے ۔ د چين راډيو له مخئ د خبرو اترو په مهال د چين واكمنو د كرونا وباء په ضد هلو ځلو كښې د فلسطين حكومت او اولس سره د خواخوږۍ او د كلك ملاتړ څرګندونه كړې ده ۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه شريك باور لري او په مهمو مسئلو د يو بل ملاتړ كوي٬ د کرونا وبا خپرېدو نه پس چين فلسطين ته د وباء مخ نيوي لپاره سامان او طبي ډله لېږلې شوې او د دې نه علاوه د دواړو هېوادونو د طبي پوهانو ترمېنځه د وېډيو لنك د لارې د تجربو تبادله هم شوې ۔ په دې موقع شي جن پنګ ووئيل د فلسطين په كشاله د چين موقف مستقل او واضح دے، چين د فلسطين د دوه رياستي منصوبې د حل ملاتړ كوي او د برابرۍ په بنياد د مذاكراتو تائيد كوي۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له د سپېځلې رويې سره د امن لپاره هڅې كول پكار دي۔ ده ووئيل چين د فلسطين مسئلې جامع ٬ سپېځلي او پوخ حل لپاره خپل خدمات ترسره كولو له چمتو دے۔









