د شهيدانو وينې سره د تركيې په بنيادونو كښې د آزادۍ يو نوے روح پوكلے شوے . د تركيې اولس مشر

استنبول 16 جولائي (اے پي پي) د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان وئيلي دي د شهيدانو وينې سره د تركيې په بنيادونو كښې د آزادې يو نوے روح پوكلے شوے. د تركيې مېډيا له مخې د فيتو ډلې د بغاوت ناكامې هڅې 4 كلنه يادګاري دستورې ته خپله وېنا كښې د تركيې اولس مشر ووئيل په هغه شپه د 251 شهيدانو وينې سره د تركيې په بنيادونو كښې د آزادې يو نوے روح پوكلے شوے، مونږ د هغوي د بخښنې دعا كوو. ده ووئيل د جولائي په 15مه نېټه د آزادې ننګيالي ترك اولس بېرته د غلامې په زنځيرونو كښې د خپل ځان قيد كولو ټولې هڅې شنډې كړې. ده ووئيل په خوږ وطن كښې د اذان محمدي خاموش كولو، د بېرغ ټيټولو او قومي ادارې تر پښو لاندې كولو ټول پلانونه شنډ كړې شوي او د دې قوم يووالي دا ثابته كړې چې د اذان محمدي، آزادۍ او د خپل سباٶن دفاع څنګه كول دي