د جوهری لوظنامې كوم متبادل نشته، ایران

تهران 16جولائی (اے پی پی) د ایران د خارجه چارو وزارت د جوهری لوظنامې د 5مې سالګرې په موقع په خپل بیان كښې وئيلي دي چې د كومې هم غیر ذمه واره رویې په ضد به سنجیده ګام پورته كولې شي۔ د ایران خبر رسنې ادارې له مخې خارجه وزارت د شريكې اتومي لوظنامې د 5مې سالګرې په موقع په يو بيان كښې وئيلي دي چې شريكه اتومي لوظنامه د …

تهران 16جولائی (اے پی پی) د ایران د خارجه چارو وزارت د جوهری لوظنامې د 5مې سالګرې په موقع په خپل بیان كښې وئيلي دي چې د كومې هم غیر ذمه واره رویې په ضد به سنجیده ګام پورته كولې شي۔ د ایران خبر رسنې ادارې له مخې خارجه وزارت د شريكې اتومي لوظنامې د 5مې سالګرې په موقع په يو بيان كښې وئيلي دي چې شريكه اتومي لوظنامه د ګروپ 5-1 او ایران ترمينځه د اوږدو خبرو اترو په نتيجه كښې شوې، دا يوه متوازن لوظنامه وه او سلامتی كونسل هم د قرارداد 2231 د لارې د دې لوظنامې توثیق او حمایت كړې خو د امريكې په يو اړخيزه توګه د دې لوظنامې څخه په شا كيدل د نړيوالې ورورولۍ دا منطقی اقدام خطر كښې اچولې۔ خارجه وزارت وئيلي چې ایران ته د شريكې اتومي لوظنامې او بنديزونو پورته كولو كومه ګټه نه ده شوې خو د شريكې اتومي لوظنامې كوم متبادل نشته