ریوډی جنیرو 15 جولائی (اے پی پی) برازیل كښې د كورونا وائرس به تندۍ سره خپريږي،هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 42 زره نوې رنځوران رامخې ته شوي ۔دې سره د ځپليو شميره 19 لكهه څخه زياته شوې ۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 1300 كسان مړه …
برازیل كښې د كورونا وائرس په تندۍ سره خپريږي ، د ځپلو شميره 19 لكهه څخه زياته شوه ، 74 زره څخه زيات كسان مړه شول
ریوډی جنیرو 15 جولائی (اے پی پی) برازیل كښې د كورونا وائرس به تندۍ سره خپريږي،هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 42 زره نوې رنځوران رامخې ته شوي ۔دې سره د ځپليو شميره 19 لكهه څخه زياته شوې ۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 1300 كسان مړه شوي او دې سره په هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 74262 ته رسيدلې ده۔ برازیل د كورونا وائرس له امله په دويم لمبر ځپلے هيواد دے چرته چې 19لكهه 31زره څخه زيات كسان ځپلے شوي، ټول هيواد كښې تر اوسه د كورونا له امله 74262 كسان مړه شوي۔ چارواكو له مخې برازیل كښې د كورونا 643430 فعاله رنځوران وجود لري، هيواد كښې د كورونا وائرس 1931204 مصدقه كیسونه رامخې ته شوي۔ دا خبره دې ياده وي ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو شميره يو كروړ 34 لكهه څخه زياته شوې دغسې د دې رنځ له امله بيلو هيوادونو كښې تر اوسه 5 لكهه 81 زره څخه زيات كسان مړه شوي دي










