نيپال٬ د سېلاب له امله دوه كسان مړه٬ 5 ژوبل او 18 بې دركه

کټھمنډو 09 جولائي (اے پي پي) د نيپال په سندھو پلچوك ضلع كښې تېره شپه د سېلاب له امله دوه كسان مړه٬ پنځه ژوبل او 18 بې دركه شوې دي۔ د ځائي چاوراكو وېنا ده د سېلاب او خارو كمرو لوېدو له امله د نيپال او چين ترمېنځه پوله ايزه سيمه تاتوپاني اورژنګمو ترمېنځه سړك ته زيان رسېدلے۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ځائي چارواكو وېنا ده مړي ترلاسه شوي او د سېلاب له امله 11 كورونو ته هم زيان رسېدلے دے