انقره 11 مئی (اے پی پی) تركیه كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو كښې تر تشویشناك حد اضافه كيږي، په هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال 1542 نوي كيسونه رامخې ته شوي۔ د ګل په ورځ د ميډيا له مخې تركیه كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعی شميره 138657 ته رسيدلې ۔ چارواكو له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 47 …
تركیه كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 3786 ته ورسيده، د رنځورانو مجموعي شميره 138657 ته رسيدلې

مزید خبریں
انقره 11 مئی (اے پی پی) تركیه كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو كښې تر تشویشناك حد اضافه كيږي، په هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال 1542 نوي كيسونه رامخې ته شوي۔ د ګل په ورځ د ميډيا له مخې تركیه كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعی شميره 138657 ته رسيدلې ۔ چارواكو له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 47 كسان مړه شوي دغسې 1542 نوي كيسونه رامخې ته شوي۔ د تركیې د روغتيا وزير فخرالدین قوجه ميډيا ته ووئيل تركیه كښې تر اوسه د كورونا وائرس 138657 كیسونه رامخې ته شوي او 3786 كسان مړه شوي۔ تركیه كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 36187 ټیسټونه شوي۔ټول هيواد كښې تر اوسه 13 لكهه 70 زره څخه زيات ټیسټونه شوي۔دا خبره دې ياده وي تركیه كښې سږ كال په 11 مارچ د كورونا وائرس وړومبنے كیس رامخې ته شوے ؤ










