ویلنګټن 11مئی (اے پی پی) نیوزی لینډ په كورونا وائرس قابو موندلو نه پس د 14 مئی څخه د مالز ، سینما ګھر ، كیفے او د جیمو پشمول د نیوزی لینډ كاروباری ادارو د زيارت ورځ څخه د پرانستلو اجازه وركړې ده۔ د برتانيې ميډيا له مخې د نيوزي لينډ وزیر اعظمې جیكنډا آرډرن وئيلي دي په لويه كچه د بنديزونو نه پس د هوټلو او لوبو میدانونو پشمول …
نیوزی لینډ، په كورونا وائرس د قابو موندلو نه پس د 14 مئی څخه مالز ، سینما او كیفے بيا د پرانستلو اعلان وكرو
ویلنګټن 11مئی (اے پی پی) نیوزی لینډ په كورونا وائرس قابو موندلو نه پس د 14 مئی څخه د مالز ، سینما ګھر ، كیفے او د جیمو پشمول د نیوزی لینډ كاروباری ادارو د زيارت ورځ څخه د پرانستلو اجازه وركړې ده۔ د برتانيې ميډيا له مخې د نيوزي لينډ وزیر اعظمې جیكنډا آرډرن وئيلي دي په لويه كچه د بنديزونو نه پس د هوټلو او لوبو میدانونو پشمول نور اولسي ځايونه د زيارت په ورځ پرانستلې شي۔ د راپور له مخې نيوزې لينډ كښې د كورونا وائرس له امله د يوې مياشت نه د زيات وخت لپاره لاك ډاون شوے ؤ خو د تيرې مياشت په آخر كښې په وائرس د قابو موندلو نه پس په دغې كښې نرمی شوې وه او اوس زياتره كاروباري ادارو له د سماجي فاصلې لري والي قوانين تر مخه د پرانستلو اجازه وركړې شوې










