بیروت 21 اپریل (اے پی پی) عرب هيوادونو لبنان، عراق او سوريه د روژې مباركې مياشت په مهال د كورونا وائرس خطر له امله لاك ډاوَن كښې د نرمۍ كولو پريكړه كړې ده۔ د عراق اعلیٰ صحت او قامی كمیټۍ د 21 اپریل نه تر 22 مئی ماښام 7 بجو نه تر سهار 6 بجو كرفیو كښې د نرمۍ كولو پريكړه كړې ده۔ لنډ مهاله وزیراعظم عادل عبدالمهدی په مشرۍ …
د روژې مباركې مياشت په مهال ګڼ خلیجی هيوادونو په لاك ډاوَن كښې د نرمۍ كولو پريكړه وكړه
بیروت 21 اپریل (اے پی پی) عرب هيوادونو لبنان، عراق او سوريه د روژې مباركې مياشت په مهال د كورونا وائرس خطر له امله لاك ډاوَن كښې د نرمۍ كولو پريكړه كړې ده۔ د عراق اعلیٰ صحت او قامی كمیټۍ د 21 اپریل نه تر 22 مئی ماښام 7 بجو نه تر سهار 6 بجو كرفیو كښې د نرمۍ كولو پريكړه كړې ده۔ لنډ مهاله وزیراعظم عادل عبدالمهدی په مشرۍ كښې كمیټۍ د روغتيا وزارت د اړخه په راروانه اوونۍ كښې پيل كيدونكې د روژې مباركې مياشت په مهال بنديزونو كښې د نرمۍ كولو تجويز منظوري وركړې ۔ كمیټۍ ووئيل ټول بنديزونه به د جمعې او خالي په ورځ هم په بشپړه ډول لاګو وي۔ كمیټۍ دا هم وئيلي دي د كورونو څخه بهر تللو په مهال دې د ماسك استعمال باوري كړې شي او د درېو څخه زيات كسان به يو ځاے نه راجمع كيږي











