نوې ډيلې 20 اپریل (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 17 زره څخه زياته شوې دغسې د مړو شميره 543 ته رسيدلې ده۔د ګل په ورځ د هند ميډيا له مخې هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 1553 نوي كيسونه رامخې ته شوي او د ځپلې شوو كسانو مجموعي شميره 17 زره څخه زياته شوې او …
هند كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 17 زره څخه زياته شوه ،د مړو شميره 543 ته ورسيده
نوې ډيلې 20 اپریل (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 17 زره څخه زياته شوې دغسې د مړو شميره 543 ته رسيدلې ده۔د ګل په ورځ د هند ميډيا له مخې هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 1553 نوي كيسونه رامخې ته شوي او د ځپلې شوو كسانو مجموعي شميره 17 زره څخه زياته شوې او په دې مهال 36 كسان مړه شوې هم دي چې ورسره د مړو شميره 543 ته رسيدلې ۔ د هند په بيلو رياستونو او مركز كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه په مجموعی توګه 17265 كيسونه تصدیق شوي چې پكښې 77 غیر ملكې رنځوران هم شامل دي۔ د هند د روغتيا وزارت د اړخه جاری شميرې له مخې كورونا وائرس د هيواد په 33 ریاستونو او د مركز د سيورې لاندې سيمو كښې خپور شوے۔ د كورونا له امله تر ټولو زيات مهاراشټر رياست ځپلې شوې چرته چې د ځپليو مجموعي شميره په يوه ورځ كښې 552 زياته شوې او د ځپليو مجموعي شميره 4 زره څخه زياته شوې ده











