نیویارك/لندن/پیرس 20 اپریل (اے پی پی)په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس مصدقه كيسونو شميره 24 لكه څخه زياته شوې ٬ دغسې د مړو شميره يو لكه 65 زره څخه زياته ده،د تيرو 24 ساعتو په مهال په برتانیه كښې 596 كسان مړه شوي دغسې په امريكا كښې د مړو شميره 41 زره څخه زياته شوې ، اټاليا كښې د مړو شميره 23,660 ته ورسيده، سپین كښې 20,453 كسان مړه …
ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو شميره 24 لكه څخه زياته شوه
نیویارك/لندن/پیرس 20 اپریل (اے پی پی)په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس مصدقه كيسونو شميره 24 لكه څخه زياته شوې ٬ دغسې د مړو شميره يو لكه 65 زره څخه زياته ده،د تيرو 24 ساعتو په مهال په برتانیه كښې 596 كسان مړه شوي دغسې په امريكا كښې د مړو شميره 41 زره څخه زياته شوې ، اټاليا كښې د مړو شميره 23,660 ته ورسيده، سپین كښې 20,453 كسان مړه شوي، په برتانیه كښې 16,095 كسان او فرانس كښې 19,744 كسان مړه شوي۔ د ګل په ورځ د برتانيې نشریاتی ادارې د جانز هاپكنز پوهنتون جاري كړې تازه شميرې په اړه ووئيل د كورونا وائرس 7 لكه 58 زره څخه زيات مصدقه كيسونو سره ټولو كښې زيات كسان په امريكا كښې ځپلې شوي دغسې په هيواد كښې د مړو كسانو مجموعي شميره 40,666 ته رسيدلې ده۔ تر اوسه ټوله نړۍ كښې 6 لكه 16 زره څخه زيات مصدقه رنځوران ښه شوي هم دي۔ سپین كښې د مصدقه ځپليو شميره يو لكه 98 زره څخه زياته ده دغسې 20,453 كسان تر اوسه مړه شوي۔ اټاليا كښې د كورونا رنځورانو شميره يو لكه 79 زره ده دغسې د مړو شميره 23,660 ته رسيدلې۔ فرانس كښې د مصدقه ځپليو شميره يو لكه 54 زره څخه زياته ده دغسې د مړو شميره 19,744 ته رسيدلې ۔ برتانیه كښې يو لكه 21 زره څخه زيات كسان د دې وباﺀ ښكار شوي دغسې د مړو شميره 16,095 ته رسيدلې ۔ المان كښې د مصدقه ځپليو شميره يو لكه 46 زره دغسې د مړو شميره 4,642 ته رسيدلې ۔ چین كښې د كورونا له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 83 زره څخه زياته ده دغسې د مړو شميره 4,636 ده۔ تركیه كښې د مصدقه رنځورانو شميره 86 زره څخه زياته ده دغسې د مړو شميره 2,017 ته رسيدلې۔ ایران كښې د كورونا له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 82 زره ته رسيدلې او د مړو شوو كسانو شميره 5,118 ده۔ دا مهال د كووډ 19 له امله امریكا او اروپاﺀ تر ټولو زيات ځپلې شوي دي











