كابل 17 اپریل (اے پی پی) د افغانستان ختيز ولايت لغمان كښې طالبانو د زندان نه بنديوان 20 افغان اهلكار خوشې كړي ۔ نړيوالې ميډيا له مخې د طالبانو غړي ذبیح الله مجاهد ووئيل تيره ورځ د لغمان ولايت علی نګر او علیشنګ اولسوالو كښې 20 افغان اهلكار خوشې كړې شوي۔ خو د لغمان والي آصف ننګ د خوشې كړې شوو سركاری اهلكارو په شناخت د تشویش څرګندونې سره وئيلي …
د افغانستان لغمان ولايت كښې طالبانو 20 افغان اهلكار خوشې كړل
كابل 17 اپریل (اے پی پی) د افغانستان ختيز ولايت لغمان كښې طالبانو د زندان نه بنديوان 20 افغان اهلكار خوشې كړي ۔ نړيوالې ميډيا له مخې د طالبانو غړي ذبیح الله مجاهد ووئيل تيره ورځ د لغمان ولايت علی نګر او علیشنګ اولسوالو كښې 20 افغان اهلكار خوشې كړې شوي۔ خو د لغمان والي آصف ننګ د خوشې كړې شوو سركاری اهلكارو په شناخت د تشویش څرګندونې سره وئيلي دي ځائې چارواكي به د دې خبرې جاج اخلي چې د دې كسانو تعلق حكومت سره دے يا نه۔ كه دا رښتيا ثابت شي چې د خوشې كړې شوو كسانو تعلق حكومت څخه دے نو دا به د طالبانو د اړخه تيره اوونۍ د سركاری كسانو خوشې كولو دويمه ډله وي ځكه چې دې نه وړاندې قندھار كښې 20 سركاری اهلكار خوشې كړې شوي وؤ











