امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 34641 ته ورسيده

واشنګټن 17 اپریل (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 34641 ته رسيدلې ده۔ د جمعې په ورځ د امریكې ميډيا جان هاپكنز پوهنتون په اړه ووئيل تر اوسه هيواد كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله د مړو شميره 34641 ته رسيدلې ده، دغسې د مصدقه كیسونو شميره 678144 ته رسيدلې ۔ د روغتيا نړيوالې ادارې كورونا وائرس په 11 مارچ نړيواله وباﺀ …

واشنګټن 17 اپریل (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 34641 ته رسيدلې ده۔ د جمعې په ورځ د امریكې ميډيا جان هاپكنز پوهنتون په اړه ووئيل تر اوسه هيواد كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله د مړو شميره 34641 ته رسيدلې ده، دغسې د مصدقه كیسونو شميره 678144 ته رسيدلې ۔ د روغتيا نړيوالې ادارې كورونا وائرس په 11 مارچ نړيواله وباﺀ ګرځولې ده۔ امریكا كښې د 6 لكه 78 زره كسانو ځپلې كيدو تصدیق شوے دغسې د مړو شميره 34641 ته رسيدلې ۔ د كورونا وائرس صورتحال له امله امریكا كښې مارچ مياشتې نه تر اوسه 2 كروړه 10 لكه څخه زيات كسان بیروزګاره شوي دغسې په نیویارك كښې لاك ډاوَن تر 15 مئی پراخه كړې شوې۔ د امریكې صدر ټرمپ د هيواد ځينې رياستونو پرانستلو منصوبه اعلان كړې ۔ د شميرې له مخې كورونا وائرس له امله ټوله نړۍ كښې تر اوسه 146,841 كسان مړه شوي۔ سنګاپور كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 728 نوې رنځوران رامخې ته شوي۔ په دې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 4427 ته رسيدلې ده