هند كښې د كورونا وائرس د يو زر څخه زيات نوي كیسونه رجسټرډ شوي،د ځپليو شميره 13 زره څخه زياته شوي، د مړو شميره 437 ته رسيدلې

نوې ډيلې 17 اپریل (اے پی پی) هند كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له املهد يو زر څخه زيات كيسونه رجسټرډ شوي او د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 13 زره 387 ته رسيدلې ده۔ د جمعې په ورځ د هند ميډيا له مخې په دې مهال د كورونا وائرس له امله 23 كسان مړه شوي چې ورسره د مړو شميره …

نوې ډيلې 17 اپریل (اے پی پی) هند كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له املهد يو زر څخه زيات كيسونه رجسټرډ شوي او د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 13 زره 387 ته رسيدلې ده۔ د جمعې په ورځ د هند ميډيا له مخې په دې مهال د كورونا وائرس له امله 23 كسان مړه شوي چې ورسره د مړو شميره 437 ته رسيدلې ۔د هيواد په بيلو ریاستونو او مركز د سيورې لاندې سيمو كښې د كورونا تر اوسه مجموعی 13387 كیسونه تصدیق شوي چې پكښې 76 غیر ملكی رنځوران شامل دي۔ د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 260 كسان ښه شوي هم دي