بیجنګ 16 اپریل (اے پی پی) چین د امریكې د اړخه د روغتيا نړيوالې ادارې ( ډبلیو ایچ او) فنډنګ بندولو په اعلان د تشویش څرګندونه كړې ۔ د چین خارجه وزارت وياند چائولی جیان په دې اړه ميډيا ته ووئيل چین د امريكې په پريكړه تشويش لري۔ وياند ووئيل په نړيواله كچه د روغتيا بحران مخنيوي لپاره د ډبلیو ایچ او كوم متبادل نشته، دا مهال د نړۍ صورتحال …
چین د امریكې د اړخه د ډبلیو ایچ او فنډنګ بندولو په اعلان د تشويش څرګندونه وكړه
بیجنګ 16 اپریل (اے پی پی) چین د امریكې د اړخه د روغتيا نړيوالې ادارې ( ډبلیو ایچ او) فنډنګ بندولو په اعلان د تشویش څرګندونه كړې ۔ د چین خارجه وزارت وياند چائولی جیان په دې اړه ميډيا ته ووئيل چین د امريكې په پريكړه تشويش لري۔ وياند ووئيل په نړيواله كچه د روغتيا بحران مخنيوي لپاره د ډبلیو ایچ او كوم متبادل نشته، دا مهال د نړۍ صورتحال سنګین دے۔د امريكې دا پريكړه به د ډبلیو ایچ او صلاحیت كمزورې كولو سره د وباﺀ مخنيوي لپاره زيان منده اوګرځي، د امریكې پشمول د نړۍ په بيلو هيوادونو او په خاص توګه په پرمختګ كوونكې هيوادونه به د دې له امله اوځپلې شي۔ وياند ووئيل چین به عمر له د روغتيا نړيوالې ادارې او د وباﺀ مخنيوي لپاره د ډبلیو ایچ او ملاتړ روان ساتي












