بيجنګ 15 اپرېل (اے پي پي) چين د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) فنډنګ ايسارولو لپاره د امريكائي صدر ټرمپ په اعلان تنقيد كولو سره وئيلي دي دا وخت چې په نړۍ كښې د كرونا وباء صورتحال سنګينېږي د فنډنګ ايسارولو لپاره د امريكې پرېكړه نه يوازې د روغتيا د نړيوالې ادارې صلاحيت كمزورے كول دي بلكې د وباء مخنيوي لپاره به نړيوالې مرستې له هم زيان مند اوګرځي۔ …
چين د ډبليو اېچ او فنډنګ ايسارولو لپاره د ټرمپ په اعلان تنقيد وكړو
بيجنګ 15 اپرېل (اے پي پي) چين د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) فنډنګ ايسارولو لپاره د امريكائي صدر ټرمپ په اعلان تنقيد كولو سره وئيلي دي دا وخت چې په نړۍ كښې د كرونا وباء صورتحال سنګينېږي د فنډنګ ايسارولو لپاره د امريكې پرېكړه نه يوازې د روغتيا د نړيوالې ادارې صلاحيت كمزورے كول دي بلكې د وباء مخنيوي لپاره به نړيوالې مرستې له هم زيان مند اوګرځي۔ د چين د خارجه وزارت وياند لخوا د شورو په ورځ ميډيا ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چين د امريكې په پرېكړه سخت تشويش لري۔ وياند ووئيل په نړيواله كچه د صحت بحران مخنيوي لپاره د ډبليو اېچ او متبادل نشته۔ د دې فنډنګ ايسارول به خپله امريكا او په خاص توګه د نړۍ بې وسه هېوادونه سخت متاثره كړي۔ وياند ووئيل چين به لكه د تل د نړيوال صحت او د وباء مخنيوي لپاره د ډبليو اېچ او ملاتړ روان ساتي۔












