د ټرمپ لخوا د صحت نړيوالې ادارې فنډز بندولو وخت مناسب نه دے۔ د يو اين او سېكټرې جنرل

ملګري ملتونه 15 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېس د امريكائي اولس مشر ټرمپ لخوا د صحت د نړيوالې ادارې د فنډ بندولو په اعلان سخت غبرګون څرګندولو كښې وئيلي دي دا د فنډ بندولو مناسب وخت نه دے، وخت به راشي چې مونږ به اوګورو چې د كرونا وائرس وباء څنګه خپره شوې او په نړيواله كچه دې څخه څومره تباهي شوې٬ اوس دا …

ملګري ملتونه 15 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېس د امريكائي اولس مشر ټرمپ لخوا د صحت د نړيوالې ادارې د فنډ بندولو په اعلان سخت غبرګون څرګندولو كښې وئيلي دي دا د فنډ بندولو مناسب وخت نه دے، وخت به راشي چې مونږ به اوګورو چې د كرونا وائرس وباء څنګه خپره شوې او په نړيواله كچه دې څخه څومره تباهي شوې٬ اوس دا وخت نه دے چې د صحت نړيوالې اداره مرستې كارونو لپاره وسائل كم كړې شي۔ د شورو په ورځ د برتانيې د خپرونو ادارې له مخې عمومي سېكتر دا بيان د ټرمپ د ھغې بيان نه پس رامخې ته شوې كوم كښې چې ھغه وئيلي وٶ چې د امريکې انتظاميې ته د ډبليو اېچ او ته د وركړې كېدونكې فند بندولو امر شوې۔ هغه ووئيل دا د فنډ بندولو لپاره مناسب وخت نه دے، دا وخت د دې وباء د مخ نيوي دے او د نړيوالې ورورولۍ د يو موټې كېدو دے