د کرونا وائرس له امله په امريكا كښې د ډيزاسټر ډكليئرېشن اعلان

واشنګټن 14 اپرېل (اے پي پي) امریکا كښې د كرونا بې قابو كېدو نه پس په ټولو رياستونو كښې د بيړني حالت اعلان نه پس د زيات المناك صورتحال اعلان كړې شوې ۔ د امريكې ميډيا له مخې د امريكې په آخري رياست وایومنګ كښې هم وائرس خپور شوے او د ځپليو شمېرې نه پس امريكا كښې د مړو شمېره د ټولو نه زياتېدو نه پس حكومت په ټول هېواد …

واشنګټن 14 اپرېل (اے پي پي) امریکا كښې د كرونا بې قابو كېدو نه پس په ټولو رياستونو كښې د بيړني حالت اعلان نه پس د زيات المناك صورتحال اعلان كړې شوې ۔ د امريكې ميډيا له مخې د امريكې په آخري رياست وایومنګ كښې هم وائرس خپور شوے او د ځپليو شمېرې نه پس امريكا كښې د مړو شمېره د ټولو نه زياتېدو نه پس حكومت په ټول هېواد كښې د لوئې سانحې د صورتحال اعلان كړې ۔ د امريكې اولس مشر ټرمپ خپل ټويټ كښې په پنځوست واړو رياستونو كښې د لوے سانحي د صورتحال اعلان تصديق كولو سره هيله څرګنده كړې چې امريكا به د كرونا وائرس په مخنيوي كښې بريالے شي۔ د يادونې وړ ده د امريكې په بېلا بېلو رياستونو كښې د كرونا وائرس د ځپليو شمېره 5 لکه 66 نه زياته او د مړو كسانو شمېره د 22 زره اته سووه نه زياته شوې ده۔