د يوكرائن صدر د كرونا وائرس واكسين تياروٶنكو سائنس مدارو لپاره د يو مېليون ډالرو اعلان وكړو

كېف 14 اپرېل (اے پي پي) د يوكرائن صدر د كرونا وائرس واكسين تياروٶنكو سائنس مدارو لپاره د يو مېليون ډالرو اعلان كړې٬ هلته تر اوسه 93 كسان مړه او 3102 كېسونه رامخې ته شوې دي۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د يوكرائن صدر وياند وئيلي دي د صدر دا خيال دے چې دا يو لوئي انعام دے٬ ھغه غواړي چې زر تر زره واكسين جوړ شي او د …

كېف 14 اپرېل (اے پي پي) د يوكرائن صدر د كرونا وائرس واكسين تياروٶنكو سائنس مدارو لپاره د يو مېليون ډالرو اعلان كړې٬ هلته تر اوسه 93 كسان مړه او 3102 كېسونه رامخې ته شوې دي۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د يوكرائن صدر وياند وئيلي دي د صدر دا خيال دے چې دا يو لوئي انعام دے٬ ھغه غواړي چې زر تر زره واكسين جوړ شي او د زرګونو په شمېر ژوندي بچ كړې شي۔ وياند ووئيل صدر غواړي چې سائنس مدار نور په بيړه د واكسين جوړولو كار باوري كړي دغسې چې د ګردې نړۍ په دې لړ كښې مرسته وكړې شي۔ د صحت نړيوالې ادارې هم د كرونا واكسين د جوړلو اهميت رامخې ته كولو سره وئيلي دي د وائرس د يو كس نه بل ته د منتقل كېدو لاره نيول زياته ضروري ده او چې څومره زر كېدې شي د دې واكسين چژرول پكار دي ۔ د يادونې وړ ده د كرونا وائرس له امله تر اوسه په ګرده نړۍ كښې د يو لك نه زيات كسان مړه او د ځپليو شمېره د اتلس لكه نه زياته شوې ده۔