واشنګټن 14 اپریل (اے پی پی) افغانستان لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خلیل زاد د افغان دولت او طالبانو ترمينځه د بنديوانو په وړومبي ځل د تبادلې هركلې كولو سره دا د امن پلو يو مهم اقدام ګرځولې ۔ خلیل زاد ووئيل د كورونا وائرس وبا خطر ترمخه هم دا ضروري وه ۔ انټرنیشنل ریډ كراس كمیټۍ له مخې طالبانو د اتوار په ورځ په 12 اپریل د كابل …
د طالبانو بنديوانو د خوشې كولو تبادله مهم اقدام دے، امریكا
واشنګټن 14 اپریل (اے پی پی) افغانستان لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خلیل زاد د افغان دولت او طالبانو ترمينځه د بنديوانو په وړومبي ځل د تبادلې هركلې كولو سره دا د امن پلو يو مهم اقدام ګرځولې ۔ خلیل زاد ووئيل د كورونا وائرس وبا خطر ترمخه هم دا ضروري وه ۔ انټرنیشنل ریډ كراس كمیټۍ له مخې طالبانو د اتوار په ورځ په 12 اپریل د كابل حكومت بنديوان خوشې كړې وؤ دغسې تيره اوونۍ كښې افغان دولت هم ګڼ طالبان خوشې كړې وؤ۔ په 29 فروری زلمے خلیل زاد د طالبانو سره لوظنامه كړې وه چې په هغې كښې وړومبنې شرط دا هم ؤ چې افغان دولت به نزدېً 5 زره طالبان بنديوان خوشې كوي۔










