ماناما 13 اپریل (اے پی پی) سلطنت عُمان كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس 128 دغسې په کویت كښې 66 نوې كيسونه رامخې ته شوي۔د ګل په ورځ جاري كړې بيان له مخې د عمان د روغتيا وزارت وئيلې دي هيواد كښې د کورونا له امله د ځپلې شوو كسانو مجموعی شميره 727 ته رسيدلې ده۔په دې كښې څلور كسان مړه شوې هم دي دغسې 124 …
عُمان كښې د 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس 128،کویت كښې 66 نوې کیسونه رامخې ته شوي
ماناما 13 اپریل (اے پی پی) سلطنت عُمان كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس 128 دغسې په کویت كښې 66 نوې كيسونه رامخې ته شوي۔د ګل په ورځ جاري كړې بيان له مخې د عمان د روغتيا وزارت وئيلې دي هيواد كښې د کورونا له امله د ځپلې شوو كسانو مجموعی شميره 727 ته رسيدلې ده۔په دې كښې څلور كسان مړه شوې هم دي دغسې 124 رنځوران ښه شوي ۔ بلخوا د کویت د روغتيا وزیر شیخ ډاکټر باسل الصباح د ګل په ورځ ووئيل هيواد كښې د کورونا له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 66 ته رسيدلې چې ورسره په مجموعي توګه د رنځورانو شميره 1300 ته رسيدلې او په دې كښې 8 كسان ښه شوې هم دي۔ دغسې کویت كښې تر اوسه په دې رنځ اخته 150 كسان ښه شوې هم دي










