بيجنګ 13 اپرېل (اے پي پي) د چين په ګوانګزهو ښار كښې د افريقې وګړو سره د امتيازي سلوك اختيارولو امريكائي تورونه رد كولو سره د چين خارجه وزارت وياند وئيلي دي دا تور د چين او افريقې ترمېنځه اړيكو ته د زيان رسولو هڅه ده۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د چين خارجه وزارت وياند ژاٶ لي جيان د ګل په ورځ د خبري بريفنګ په مهال …
د افريقې وګړو سره د امتيازي سلوك اختيارولو امريكائي تورونه رد كوٶ، د چين خارجه وزارت وياند
بيجنګ 13 اپرېل (اے پي پي) د چين په ګوانګزهو ښار كښې د افريقې وګړو سره د امتيازي سلوك اختيارولو امريكائي تورونه رد كولو سره د چين خارجه وزارت وياند وئيلي دي دا تور د چين او افريقې ترمېنځه اړيكو ته د زيان رسولو هڅه ده۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د چين خارجه وزارت وياند ژاٶ لي جيان د ګل په ورځ د خبري بريفنګ په مهال ووئيل چين كښې د افريقې وګړو سره بدسلوكي نه كېږي بلكې دا تورونه د چين او افريقې اړيكو ته د زيان رسولو يو سازش دے۔ د يادونې وړ ده د امريكې حكومت په چين تور لګولې چې د ګوانګ زهو ښار چارواكي د افريقائي وګړو په ضد اقدامات كوي۔ د دې په ځواب چين ووئيل افريقائې وګړو سره امتيازي سلوك نه كېږي۔










