سلطنت عمان د غېر ملكې بنديوانو د پرېښودو امر

مسقط ۔ 13 اپرېل (اے پی پی) د سلطنت عمان بادشاه سلطان هېثم بن طارق آل سعيد د 376 بهرنيو په شمول د 599 بنديوانو د یرېښودو امر كړے۔ د سعودی خبر رسنې ادارې د عمان خبر رسنې ادارې تر مخه وئيلي دي دا معلومه نه ده چې د عمان سلطان د بنديوانو د خوشې كولو او عامې معافۍ دا پرېكړه د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي له د يو تدبير په توګه كړې يا د دې تعلق د روژې مباركې مياشتې سره دے۔ دا خبره دې ښكاره وي د عمان بادشاه هر كال د روژې مباركې مياشتې په راتللو د بنديوانو د پرېښودو امر كوي۔ ولې غالب امكان دا دے چې د دې پرېكړې تعلق د روژې مياشتې سره نه بلكې د كورونا وائرس د خپروېدو مخنيوي سره دے