نیویارك/لندن 10 اپریل (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د ځپليو شمېره 16 لكه څخه زياته شوې دغسې 95,739 څخه زيات كسان مړه شوي۔ اټاليا كښې تر ټولو زيات 18 زره 279 څخه زيات مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د امریكی او برتانيې ميډيا له مخې كرونا وائرس اوس هم د نړۍ په بيلو هيوادونو كښې تندۍ سره خپريږي چې په نتيجه كښې ئې …
ټوله نړۍ كښې كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو شميره 16 لكه ته ورسيده، 95,739 څخه زيات كسان مړه
نیویارك/لندن 10 اپریل (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د ځپليو شمېره 16 لكه څخه زياته شوې دغسې 95,739 څخه زيات كسان مړه شوي۔ اټاليا كښې تر ټولو زيات 18 زره 279 څخه زيات مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د امریكی او برتانيې ميډيا له مخې كرونا وائرس اوس هم د نړۍ په بيلو هيوادونو كښې تندۍ سره خپريږي چې په نتيجه كښې ئې ګڼ كسان د ژوند څخه لاس وينځي۔ امریكا كښې كرونا وائرس له امله د مړو شميره 16697ته رسيدلې ،د كرونا وائرس له امله په سپین كښې 15447 ، فرانس كښې 12210 ، اټاليا كښې 18279 ، برتانیه كښې 7978 ، چین كښې 3336 او ایران كښې 4110 كسان مړه شوي۔ امریكا كښې تر اوسه د كرونا وائرس له امله 465329 كسان ، سپین كښې 153222، اټاليا كښې 143626، فرانس كښې 118783، المان كښې 118235، چین كښې 82885، ایران كښې 66220 دغسې برتانیه كښې 65872 كسان ځپلې شوي۔د امریكی نيويارك ریاست كښې كرونا وائرس له امله نور 799 كسان مړه شوي خو په روغتونونو كښې د بستر كېدونكو نوو رنځورانو شميره كښې په دويمه ورځ هم كمې رامخې ته شوې۔ امریكا كښې د كرونا وائرس له امله تر اوسه 16697 كسان مړه شوي۔بلخوا چین كښې د كرونا وائرس نور 42 كیسونه رامخې ته شوي او د دې نه پس په هيواد كښې د ځپلې شوو رنځورانو شميره 81907 ته رسيدلې ۔ صوبه هوبائی كښې د يو كس د مرګ اطلاع هم ترلاسه شوې ۔ د امریكې جان هاپكنز پوهنتون شميرې له مخې په نړيواله كچه تر اوسه د كرونا وائرس له امله ځپلې شوي 354000 كسان ښه شوي دي۔(SFA/1440)










