كابل 10 اپریل (اے پی پی) د افغانستان لويديز ولايت هرات كښې وسله والو د افغانستان مركزی بانك 5 ملازمان وژلې دي۔ د ولايت وياند جیلانی فرهاد تر مخه دافغانستان مركزی بانك ملازمان سرحدی سيمې اسلام قلع څخه هرات ښار ته روان وؤ چې په دې مهال وسله والو په كوھسان اولسوالۍ احمد آباد سيمه كښې د هغوي ګاړې اودرولو او ډزې ئې وكړې كومو كښې چې دغه ملازمان په …
افغانستان هرات ولايت كښې د وسله والو په بريد كښې د مركزي بانك 5 ملازمان مړه شول
كابل 10 اپریل (اے پی پی) د افغانستان لويديز ولايت هرات كښې وسله والو د افغانستان مركزی بانك 5 ملازمان وژلې دي۔ د ولايت وياند جیلانی فرهاد تر مخه دافغانستان مركزی بانك ملازمان سرحدی سيمې اسلام قلع څخه هرات ښار ته روان وؤ چې په دې مهال وسله والو په كوھسان اولسوالۍ احمد آباد سيمه كښې د هغوي ګاړې اودرولو او ډزې ئې وكړې كومو كښې چې دغه ملازمان په ټكي مړه شوي۔ وياند له مخې دغه ملازمانو د خپل سفر څخه راستنيدو په اړه پولیس نه وؤ خبر كړي۔ د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند طارق آریان د دې بريد ذمه وار طالبان ګرځولي خو تر دې دمه طالبانو د اړخه كوم بيان نه دې رامخې ته شوې











