ټوكیو 09 اپریل (اے پی پی) جاپان كښې د زيارت په ورځ د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو مجموعی شميره 5002 ته رسيدلې ده۔ د جاپان نشریاتی ادارې له مخې جاپان د روانې اوونۍ په مهال د كرونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره ټوكیو او نورو 6 سيمو كښې د ایمرجنسی نافذولو باوجود د كرونا وائرس ځپليو شميره كښې كمې نه رامخې ته كيږي۔ جاپان كیوډو نیوز ایجنسۍ …
جاپان ، د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 5002 ته ورسيده
ټوكیو 09 اپریل (اے پی پی) جاپان كښې د زيارت په ورځ د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو مجموعی شميره 5002 ته رسيدلې ده۔ د جاپان نشریاتی ادارې له مخې جاپان د روانې اوونۍ په مهال د كرونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره ټوكیو او نورو 6 سيمو كښې د ایمرجنسی نافذولو باوجود د كرونا وائرس ځپليو شميره كښې كمې نه رامخې ته كيږي۔ جاپان كیوډو نیوز ایجنسۍ ووئيل د كرونا وائرس له امله ځپلې شوي كسان د جاپان په ټولو سيمو كښی شته او د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو تصدیق كیسونو كښې 5 پولیس افسران هم شامل دي











