د افغانستان٬ په غور او فراه ولايتونو كښې فضائي بريدونه٬ 22 طالبان اووژل شول

کابل 08 اپرېل (اے پي پي) د افغانستان په لويديز غور او فراه ولايتونو كښې د افغان ملي اردو فضائي بريدونو كښې 22 طالبان وژلي شوي ۔ د شورو په ورځ د افغان ملي اردو لخوا د جاري شوي بيان له مخې د طالبانو ډلې د غور ولايت د شهرك ښار په دهان مرغه او هسارك سيمو كښې د افغان نېشنل آرمي په لاجسټك کانوائے بريد وكړو نو په دې …

کابل 08 اپرېل (اے پي پي) د افغانستان په لويديز غور او فراه ولايتونو كښې د افغان ملي اردو فضائي بريدونو كښې 22 طالبان وژلي شوي ۔ د شورو په ورځ د افغان ملي اردو لخوا د جاري شوي بيان له مخې د طالبانو ډلې د غور ولايت د شهرك ښار په دهان مرغه او هسارك سيمو كښې د افغان نېشنل آرمي په لاجسټك کانوائے بريد وكړو نو په دې موقع افغان ملي اردو فضائي مرسته اوغوښته ٬دغسې په دې فضائي بريد كښې 18 طالبان اووژل شول۔ افغان ملي اردو ووئيل بله پېښه د فراه واليت په پشت اولسوالۍ كښې د پوځ په قافله د بريد نه پس اوشوه او په رېګي سيمه كښې په دې بريد كښې څلور طالبان مړه او يو ژوبل شو۔

مزید خبریں