امریكا كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره 12857 ته ورسيده

نیو یارك 08 اپریل (اے پی پی) امریكا كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره 12857 ته رسيدلې ده۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا مخې هيواد كښې د كرونا وائرس مصدقه ځپليو شميره 6 لكه ته رسيدلې ۔ د امریكې نیویارك ښار كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كرونا وائرس له امله 731 كسان مړه شوي۔تر اوسه په نیو یارك كښې 5889 كسان مړه …

نیو یارك 08 اپریل (اے پی پی) امریكا كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره 12857 ته رسيدلې ده۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا مخې هيواد كښې د كرونا وائرس مصدقه ځپليو شميره 6 لكه ته رسيدلې ۔ د امریكې نیویارك ښار كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كرونا وائرس له امله 731 كسان مړه شوي۔تر اوسه په نیو یارك كښې 5889 كسان مړه شوي۔ نیو یارك ګورنر اینډریو كومو وګړو ته سماجی لري والې په ځائې ساتلو غږ او وګړو ته په كورونو كښې د پاتې كيدو وئېلې دي۔ نیویارك ګورنر اینډریو كومو ووئيل ریاست كښې د كرونا وائرس له امله تيره ورځ 731 كسان مړه شوي۔ تر اوسه په يوه ورځ كښې دا تر ټولو زيات مرګونه دي۔ نیویارك كرونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلې شوې رياست دے۔ نیویارك كښې تر اوسه 38836 كسان ځپلې شوي دغسې د مړو شميره 5889 ته رسيدلې ده۔ نیو جرسی ریاست كښې 1000 كسان مړه شوي۔ ګورنر ووئيل ښار كښې د 3000 كټونو يو نوې روغتون جوړ شوې دغسې چې عامو وګړو ګڼه كمه شي۔ بلخوا د امريكې الینوائے ریاست كښې هم د مړو كسانو شميره زياته شوې۔ الینوائے ریاست ګورنر له مخې تيرو 24 ساعتو په مهال د كرونا وائرس له امله 73 كسان مړه شوي دي

مزید خبریں