سنګا پور 06 اپرېل (اے پي پي) د سنګاپور حكومت د 55۔3 بېليونه ډالرو اضافي اكنامك پېكج اعلان كړې چې پكښې د كرونا وباء له امله د لاك ډاٶن په مهال د ويچ سپورټ، د ټيکسونو اسانۍ او د رخصتۍ تنخاګانې شامل دي۔ دا خبره د سنګاپور د خزانې وزارت لخوا په جاري اعلاميه كښې شوې۔ د خزانې وزير ووئيل اضافي پېكج اعلانول په يو غېر معمولي صورتحال كښې مثالي …
سنګا پور د 55۔3 بېليونه ډالرو اضافي اكنامك پېكج اعلان كړو
سنګا پور 06 اپرېل (اے پي پي) د سنګاپور حكومت د 55۔3 بېليونه ډالرو اضافي اكنامك پېكج اعلان كړې چې پكښې د كرونا وباء له امله د لاك ډاٶن په مهال د ويچ سپورټ، د ټيکسونو اسانۍ او د رخصتۍ تنخاګانې شامل دي۔ دا خبره د سنګاپور د خزانې وزارت لخوا په جاري اعلاميه كښې شوې۔ د خزانې وزير ووئيل اضافي پېكج اعلانول په يو غېر معمولي صورتحال كښې مثالي بجټ دے چې ورسره به اولس ته زياتې اسانۍ ترلاسه شي۔ د يادونې وړ ده د سنګاپور حكومت د دې نه يوه اوونۍ وړاندې د 30 بېليونه ډالرو نه زيات د اقتصادي بحالي پېكج اعلان كړے ؤ۔











