ریاض۔ 6 اپریل (اے پی پی) سعودی عربستان د كورونا وائرس وباﺀ د لاسه بهر هېوادونو څخه د خپلو وګړو بېرته راوستلو له اي سروس پېل كړې۔ د سعودي عربستان خارجه وزارت د اېس پي اے د لارې خپل بيان كښې وئيلي د کورونا وائرس اندېښنې له مخې هېواد ته راستنېدو كښې خوښي لرونكو وګړو لپاره د اي سروس پېل كولو اعلان شوې ۔ د چارواكو وېنا ده په ټولو …
سعودی عربستان بهر هېوادونو څخه د خپلو وګړو بېرته راوستلو له اي سروس پېل كړو
ریاض۔ 6 اپریل (اے پی پی) سعودی عربستان د كورونا وائرس وباﺀ د لاسه بهر هېوادونو څخه د خپلو وګړو بېرته راوستلو له اي سروس پېل كړې۔ د سعودي عربستان خارجه وزارت د اېس پي اے د لارې خپل بيان كښې وئيلي د کورونا وائرس اندېښنې له مخې هېواد ته راستنېدو كښې خوښي لرونكو وګړو لپاره د اي سروس پېل كولو اعلان شوې ۔ د چارواكو وېنا ده په ټولو درخواستونو به تندۍ سره عملدرآمد كولې او د سفر نېټې به د منظور شوې منصوبې له مخې ټاكلې شي۔ بيان كښې دا هم وئيلي شوي سعودي عربستان ته بېرته راتلاو كښې خوښي لرونكي به تر راروان اتوار 5 ورځو كښې دننه رجسټرډ كولې شي۔ کورونا وائرس څخه ځپليو هېوادونو كښې به وګړو كښې مشرانو او ناروغه مېرمنو ته ترجيح وركولې شي۔ وزارت دې پلو هم اشاره كړې چې بېرته راتلونكي به 14 ورځو له قرنطينه كښې ساتلې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي سعودي عربستان كښې تر دې دمه د كورونا وائرس 2,385 كېسونه راپور شوي كومو كښې چې 34 كسان مړه او 488 روغ شوي دي۔











