مقبوضه کشمیر ، هندي ځواكونو ګولګام كښې درې كشميري ځوانان شهيد كړل

سرینګر ۔ 4 اپرېل (اے پی پی) مقبوضه کشمیر كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرۍ په تازه كاروائۍ كښې ګولګام كښې درې كشميري ځوانان شهيد كړل۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې هندي عسكرو دا ځوانان هرد منګوري سيمه كښې د خالي په ورځ سحر د محاصرې او لټون كارروائۍ په مهال شهيد كړي۔ دې نه وړاندې هم دې سيمه كښې يو بريد كښې د هندي ځواك دوه اهلكار ژوبل كړې شوي وو۔ تر آخري اطلاع ترلاسه كېدو سيمه كښې د هندي ځواك عمليات روان وو۔ بلخوا هندي پوليس ادعا كړې چې دا ځوانان عسكريت خوښي وو كوم چې هندي ځواك سره د نښتې په مهال وژلې شوي دي۔