تهران 03 اپرېل (اے پی پی) ایران كښې د تېرو څلوريشو ساعتو په مهال د كرونا وائرس 2,715 نوې كېسونه تصديق شوي چې ورسره د كېسونو شمېره 53,183 ته رسېدلې ده۔ د صحت او طبي تعليم وزارت د اولسي اړېكو مشر کیانوش جهاں پور ووئيل د تازه راپور له مخې 134 نور كسان مړه شوي چې ورسره د مړو شمېره 3,294 ته رسېدلې ده او د كرونا وائرس نه تر …
ایران كښې د تېرو ٢٤ ساعتو په مهال 2,715 نوې كېسونه تصديق شوي٬ د كېسونو شمېره 53,183 ته ورسېده
تهران 03 اپرېل (اے پی پی) ایران كښې د تېرو څلوريشو ساعتو په مهال د كرونا وائرس 2,715 نوې كېسونه تصديق شوي چې ورسره د كېسونو شمېره 53,183 ته رسېدلې ده۔ د صحت او طبي تعليم وزارت د اولسي اړېكو مشر کیانوش جهاں پور ووئيل د تازه راپور له مخې 134 نور كسان مړه شوي چې ورسره د مړو شمېره 3,294 ته رسېدلې ده او د كرونا وائرس نه تر اوسه د صحت مندو كسانو شمېره 17,935 ته رسېدلې ۔ ده زياته كړه چې د 4,035 رنځورانو حالت اندېښمن دے، تر اوسني راپور له مخئ په 82 مېلیونه كښې نزدې د 69 مېلیونه نه د زياتو كسانو ټسېټ شوې ۔ د ايران د صحت چارواكو په وګړو زور رواړې چې د رنځ خپرېدو لاره نيولو لپاره ګرد هېواد كښې د هلو ځلو له مخې د آن لائن سكريننګ په منصوبه كښې خپل اندراج وكړي۔











