نیویارك/ لندن 03 اپریل (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 10 لكه څخه زياته شوي دغسې 53218 كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د امریكې ميډيا او برتانيې نشرياتي ادارې له مخې ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره وخت پھ وخت زياتيږي۔ سپین كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال 950 كسان مړه شوې …
كرونا وائرس نړيوالې وباﺀ له امله د مړو شميره وخت په وخت زياتيږي
نیویارك/ لندن 03 اپریل (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 10 لكه څخه زياته شوي دغسې 53218 كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د امریكې ميډيا او برتانيې نشرياتي ادارې له مخې ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره وخت پھ وخت زياتيږي۔ سپین كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال 950 كسان مړه شوې ٬ پھ هيواد كښې د مړو شميره 10 زره 348 څخه زياته شوي۔دې څخه وړاندې اټاليا كښې د مړو شميره 10 زره څخه زياته شوې وه ۔ امریكا كښې د دې وائرس له امله د مړو شميره 6 زره څخه زياته شوې۔ كرونا وائرس نړيوالې وباﺀ له امله د مړو شميره وةخت په وخت زياتيږي او تر اوسه 53 زره څخه زيات كسان د دې وائرس له امله مړه شوي۔ كرونا وائرس له امله اټاليا كښې 13915، سپین كښې 10348، امریكا كښې 6088، فرانس كښې 5387، چین كښې 3322، ایران كښې 3160، برتانيه كښې 2926، نیدرلینډ كښې 1341، المان كښې 1107، بیلجیئم كښې 1011 كسان مړه شوي۔ تيره ورځ امریكا كښې د كرونا وائرس له امله 1169 كسان مړه شوې وؤ۔ جانز هاپكنز پوهنتون شميرې له مخې امريكا كښې تر اوسه 6000 څخه زيات كسان د كرونا وائرس له امله مړه شوې دغسې په امريكا كښې 244000 څخه زيات كسان د كرونا وائرس له امله ځپلې شوې دي











