روس او سعودي د تېلو بيعه كښئ د كمې په اړه خبرې كوي۔ډونلډ ټرمپ

واشنګټن 01 اپرېل (اے پي پي) امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي روسيه او سعودي عرب د تېلو بيعه كښئ د كمې په اړه خبرې كوي او مونږ به دوي سره مشاورت لپاره په شاملېدو غور كوٶ۔ د برتانيې د خبر رسنې ادارې له مخې ډونلډ ټرمپ تېره ورځ په سپينه ماڼۍ كښئ د بريفنګ په مهال ووئيل دواړه هېوادونه د تېلو د بېعې په اړه خبرې كوي او په ضرورت رامخې ته كېدو مونږ په مذاكراتو كښې شاملېدې شو ۔ ده زياته كړه چې په دې لړ كښې ما د سعوي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان او د روسيه اولس مشر ولايمير پيوټن سره جلا جلا خبرې هم كړې دي۔