سعودی عرب، غیر ملكی كارمندانو له د آن لائن كار كولو اجازه

ریاض 27 مارچ (اے پی پی) د سعودی افرادی قوت او سماجی بهبود وزارت اعلان كړې چې غیر ملكی كارمندان په كومه هم اداره كښې آن لائن رابطه كولو سره ملازمت كولې شي۔ د سعودی ميډيا له مخې د افرادی قوت او سماجی بهبود وزارت په ټول هيواد كښې يو نظام معارفي كړې چې ترمخه به ئې يوه تجارتی اداره د نورو تجارتی ادارو له د خپلو كارمندانو وركولو مجاز وي۔ بلخوا د افرادی قوت وزارت د موجوده بحرانی حالات ترمخه نجی كمپنیو او غیر ملكی كارمندانو مسئلې حل وړندې كولو سره وئيلي دي هيواد كښې موجود ټول غیر ملكیان په كومه هم اداره كښې آن لائن رابطه كولو سره ملازمت كولې شي او دغسې حاجتمندې ادارې هم هيواد كښې د موجود غیر ملكی كارمندانو د خذمات څخه ګټه پورته كولې شي