متحدہ عرب امارات، درې مياشتو لپاره د هوټلو منیجمنټ ټیکس او نور خرڅونه اوبخښل

دبئی 25 مارچ (اے پی پی) د متحدہ عرب امارات حکومت درې مياشتو لپاره د امارات ټولو هوټلو منیجمنټ ټیکس او نور خرڅونو د بخښلو اعلان کړې ۔ د امارات سرکاری نیوز ایجنسۍ وام له مخې اېن سی ټی ایچ مشر شیخ همدان بن مبارك النهیان وئيلي قامی ټورزم کارپوریشن د هوټلو پشمول ریټیل دکانونو درې مياشتو کرایه د بخښلو نه پس د امارات حکومت د هوټلو منیجمنټ فیس او نور خرڅونه هم په عارضي توګه ختم كړي۔ د امارات فیډرل اتھارټی آف آئیډنټی اینډ سیټیزن شپ وئيلي داسې سيلګرې كوم چې د فضائی آپریشن معطل كيدو په وجه هيواد نه شي پرېښودلې هغوي دلته پاتې كيدې شي او د هغوي دلته د پاتې كيدو لپاره میکانزم ترتیب كړې كيږي۔ امارات كښې د کرونا 198 کیسونه راغلي دغسې 41 كسان ښه شوې او 2 كسان مړه شوې دي