مصر كښې كورونا وائرس ځپلې يو مېجر جنرل په حق ورسېد

قاهرہ۔ 23 مارچ (اے پی پی) مصر كښې د كورونا وائرس دلاسه د وسله وال ځواك مېجر جنرل خالد شلتوت په حق رسېدلې دې۔ د مصر د ابلاغ ذريعو له مخې د مېجر جنرل خالد شلتوت د كورونا وائرس دلاسه په مړ كېدو مصري پوځ د خفګان او سوګ حالت سره مخ دے۔ تېرو ورځو كښې مصري پوځ د لبرېشن كمپلېكس ٬ مركزي چوكونو٬ سترو لارو ٬ سب وېز ٬ مېټرو ټرېن ٬ پوهنتونونو ٬ پارلېمنټ هاؤس او وزيراعظم هاؤس د صفائۍ كار پېل كړې وو۔ په دې مهال مېجر جنرل شلتوت د کورونا وائرس ښكار شوې وو۔ د پوځ وياند كرنل تامر الرفاعي وېنا ده چې د كورونا وائرس مخنيوي له وسله والو ځواكونو د ښارونو او مهمو تنصيباتو د صفائۍ او د وائرس ختمولو سپرے كولو لړۍ روانه ساتلې ده