د روغتيا نړيوالې ادارې خبردارې

جنېوا۔ 19مارچ (اے پی پی) د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) جاري كړې اېډوائزری له مخې د كورونا وائرس علامات لرونكو رنځورانو ته دې د تبې او سوزش ختمولو له ”بروفېن” (Ibuprofen) ورنكړې شي۔ د کورونا درملنو په اړه اېډوائزري كښې د ډبليو اېچ او وېنا ده چې بروفېن د كورونا رنځورانو حالت لا ناوړه كولې شي۔ د ډبليو اېچ او اېمرجنسي پروګرام اي ډي ټولو هېوادونو ته د كورونا وائرس ټېسټ شمېرې زياتولو خواست كړې او هېلت وركرانو ته ئې خبردارې وركړې چې حفاظتي آلاتو نه غېر كار كولو سره دوئي خطر سره مخ كېدې شي