انډونیزيا كښې تبلیغی اجتماع منع كړې شوه

جکارته 19 مارچ (اے پی پی) انډونیزيا كښې تبلیغی اجتماع منع كړې دشوې او هلته موجود 9 زره كسان ئې قرنطینه ته لېږلې دي۔ د المان نشریاتی ادارې له مخې د صحت په اړه چارواكو ووئيل قرنطینه كښې ساتلې شويو كسانو د صحت جاج اخستلې شي۔دا خبره دې ياده وي چې انډونيزيا كښې د تبلیغی جماعت څلور ورځنۍ اجتماع سولاویسی جزیره كښې روانه وه۔په انډونیزيا كښې تر اوسه په 227 كسانو كښې د دې وائرس تصدیق شوې، تر اوسه د دې وائرس له امله 19 كسان مړه شوي دي۔(