قندوز كښې په افغان امنيتي چېك پوسته بريد ٬ 4 طالبان ٬ 5 پوليس اهلكار مړه ٬ 3 ژوبل

قندوز ۔ 19 مارچ (اے پی پی) د افغانستان قطبي ولايت قندوز كښې په افغان امنيتي چېك پوسته بريد او د نښتو په نتيجه كښې 4 طالبان او 5 پوليس اهلكار مړه شوي او 3 عسكريت خوښي ژوبل شوي دي۔ ضلعی عهدېدار قدرت اللہ صافی ووئيل د زيارت په سحر د طالبانو يوې ډلې په خان آباد اولسوالۍ كښې په افغان امنيتي چېك پوسته بريد وكړو۔ د پوليسو لخوا په ځوابي كارروائۍ كښې كومه چې تر دوه ساعتونو روانه وه 4 طالبان مړه او 3 نور ژوبل شول۔ د نښتې دې پېښه كښې 5 پوليس اهلكار هم مړه شوي دي۔