د جاپان پارلمان د کرونا وائرس بيړني قانون منظوری وركړه

ټوکیو 14 مارچ (اے پی پی) د جاپان پارلمان د يو قانون منظوری وركړې ده چې ترمخه به ئې د کرونا وائرس په وبا قابو موندلو له وزیراعظم د بيړني حالت نافذولو اختیار لري۔ د جاپان نشریاتی ادارې له مخې د جاپان پارلمان تيره ورځ حکمران اتحاد او مخالفې ډلې يو څو ګوندونو په ملاتړ دا قانون منظور کړې دې۔ د بيړي حالت نافذولو اختیار ترلاسه كيدو سره به د سيمو ګورنرانو ته بيل ډول احکامات وركولو استدعا کولو اختیار ترلاسه شي۔ په دې كښې وګړي په كورونو كښې دننه پاتې كيدو هدایت کول او د اسکولونو بندولو په شان احتیاطی تدابیر شامل دي۔