سلامتي کونسل دې د طالبانو په لوظنامه ووټنګ وكړي۔ امريکا

واشنګټن 10 مارچ (اے پي پي) امريكې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي دي ھغوي دې د امريكې او طالبانو ترمېنځه په شوې لوظنامه ووټنګ وكړي۔ د المان د خپرونو ادارې له مخې سفارتي ذريعو وئيلي دي د دې لوظنامې د لارې به افغانستان كښې د امن لاره هواره شي۔ د سفارتي ذريعو وېنا ده په تېره اوونۍ كښې بېلا بېلو هېوادونو سره د تفصيلي خبرو نه پس سلامتي كونسل ته په دې لوظنامه ووټنګ لپاره وئيلې شوي۔ سلامتي کونسل كښې دا قرارداد په داسې موقع وړاندې كړې كېږي كله چې په افغانستان كښې تېره ورځ په دوه بېلا بېلو دستورو كښې اشرف غني او عبدالله عبدالله صدارتي چوكۍ لپاره سوګند پورته كړې۔ بلخوا د فرورۍ په 29مه نيټه د شوې لوظنامې نه پس افغانستان څخه د امريكائي پوځ ستنېدل پېل شوي