د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د معاشي ډلې خواري به بې ځايه نه ځي

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د معاشي ډلې خواري به بې ځايه نه ځي٬د معاشي ښه والي لپاره د سختو پريكړو ميوې راتلل پیل شوي٬د موډيز لخوا د پاكستان آؤټ لك د منفي څخه مستحكم كول د نړيوالو ادارو د پاكستان په معاشي پالېسو د باور څرګندونه ده٬آؤټ لك كښې استحكام په ادائيګو كښې توازن راتلل د ښه والي ثبوت دے۔د ګل په ورځ خپل ټوېټ كښې دې ووئيل په درآمدات كښې كمي٬په برآمدات كښې زياتوالې روان دے ٬كرنټ اكاؤنټ خساره كښې ښكاره كمې راغلې ۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل په سټاك ماركيټ كښې كے اېس اي 100 انډيكس كښې د نومبر مياشت په مهال 14.9 فيصده زياتوالې شوې٬ د مئي 2013 نه وروستو په وړومبي ځل د نومبر په مياشت كښې په سټاك ماركيټ كښې تندوالې رېكارډ كړی