څلورم قومي يوته اېنډ جونيئر اتهلېټكس چېمپئن شپ به ﴿سبا﴾ پېل كېږي

اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي﴾ د پاكستان اتهلېټكس فېډرېشن ترسيوري لاندې څلورم قومي يوته اېنډ جونيئر اتهلېټكس چېمپئن شپ به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ په لاهور كښې په پنجاب سټېډيم كښې پېل كېږي. د پاكستان اتهلېټكس فېډرېشن صدر مېجر جنرال ﴿ر﴾ محمد اكرم ساهي له مخې چېمپئن شپ لپاره تيارې روانې دي. ده ووئيل چې په دې چېمپئن شپ كښې به د ټول هېواد څخه د 14 لوبډلو نارينه او ښځينه لوبغاړې ګډون كوي.