سوريې لپاره د امريكې ځانګړي استازي د تركيې د دفاع وزير سره ملاقات وكړو

انقره 10 نومبر (اے پي پي) سوريې لپاره د امريكې ځانګړي استازي جېمز جېفري د تركيې د دفاع وزير خلوصي اقار سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع په انقره كښې د امريكې سفير ډېوډ ساټير فېلډ هم موجود و۔ د تركيې د دفاع وزارت لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د دفاع نائب وزير يونس عمر قاراعثمان اولو او د جېمز جېفري ترمېنځه د پلاوو په كچه مذاكرات وشول۔ په مذاكراتو كښې امريكې سره د اكتوبر په 17مه نېټه د لاسليك شوي مطابقت په معاملو غور وكړے شو۔