بايد د ټولو مذهبونو سكالران د مكالمې عمل كښې ګډون وكړي

اسلام آباد 06 جنوري(اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دې د مذهبونو ترمېنځه همغږي د وخت ضرورت دے٬ بايد د ټولو مذهبونو سكالران د مكالمې په عمل كښې ګډون وكړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په پېښور پوهنتون كښې د سيرت چېئر تر سېوري لاندې د مذهبي همغږۍ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل مذهبونو كښې مشتركه …

اسلام آباد 06 جنوري(اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دې د مذهبونو ترمېنځه همغږي د وخت ضرورت دے٬ بايد د ټولو مذهبونو سكالران د مكالمې په عمل كښې ګډون وكړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په پېښور پوهنتون كښې د سيرت چېئر تر سېوري لاندې د مذهبي همغږۍ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل مذهبونو كښې مشتركه اصول كه مخې ته كېښودې شي نو د اړي ګړي او امتياز خاتمه ممكنه ده۔ ده ووئيل په سیرت النبیﷺ او د قران په تعليماتو عمل نه كولو سره اسلامي نړۍ د انخطاط ښكار شوې۔ احسن اقبال ووئيل په سیرت النبيۖ كښې مونږ ته د كاميابه قيادت ماډول رامخې ته كوي ٬ بيا بيا تقسيم او فرقه پرستۍ سره مونږ تباهۍ پلو تللې يو۔ ده ووئيل د نائن اليون نه نه پس ځينې عناصرو د اسلام نامه كارولې او د اسلام او مسلمانانو بدنامولو هڅه ئې كړي او د اسلامي هېوادونو تشخص ته مسئله رامخې ته شوې ۔ ده ووئيل نبي کریمﷺ د سماجي انصاف اصولو له مخې ټولنه جوړه كړې د كومې په سوب چې اسلام په تند رفتارۍ سره خپور شوے۔ ده ووئيل د سماجي انصاف سره سره محمد ۖ د بشري حقونو چارټر هم رامخې ته كړې۔ده ووئيل په سیرت النبيۖ كښې مونږ ته د كاميابه قيادت ماډول اېښودې شوې خو د بده مرغه مسلمانان د دې ماډل پېروي نه كوي۔ وفاقي وزیر ووئيل سیرت چئیرز له د روايتي ادارو په ځائ د نبي پاكۖ تعلميات عام كولو او د جديدو مسئلو هوارے ممكنه جوړولو له كارولو ته اړتيا ده ٬ هيله ده چې دې ادارو څخه به ښه ريسرچ پېپرز په نړيواله كچه رامخې ته شي ۔ په دې موقع د لوړو زده كمېسون چيِئرمېن ډاكټر مختار احمد او د سيرت چيېر چئیرمېن او د لوړو زده كړو كمېسون ډاِرېكټر ډاكټر پروفېسر قبله اياز هم وېنا وكړه

مزید خبریں