اسلام آباد 05 جنوري(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئيلي دي چې په مقبوضه وادۍ كښې په بې ګناه كشميريانو ظلمونه نه يوازې د غندنې وړ دي بلكې خپلواكه پلټنې او د هند څخه د سپيناوي د غوښتنې تقاضه كوي ، د بشري حقونو علمبردار نړيوالو ادارو په كشمير كښې د هند په ظلمونو خاموشي د افسوس وړ ده ٬ شپږ زره كشميريان د پېلټ ګنز …
د بشري حقونو علمبردار نړيوالو ادارو په كشمير كښې د هند په ظلمونو خاموشي د افسوس وړ ده

مزید خبریں
اسلام آباد 05 جنوري(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئيلي دي چې په مقبوضه وادۍ كښې په بې ګناه كشميريانو ظلمونه نه يوازې د غندنې وړ دي بلكې خپلواكه پلټنې او د هند څخه د سپيناوي د غوښتنې تقاضه كوي ، د بشري حقونو علمبردار نړيوالو ادارو په كشمير كښې د هند په ظلمونو خاموشي د افسوس وړ ده ٬ شپږ زره كشميريان د پېلټ ګنز د لارې په نښه كړې شوي٬ د كشميريانو د خپلواكۍ حق هلو ځلو له په اخلاقي او سياسي ملاتړ كلك ولاړ يو۔ د ينګ پارليمنټېرين فورم تر سېوري لاندې د نړيوال پارلماني سېمينار پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې سردار اياز صادق ووئيل چې د پاکستان پارلمان لخوا د كشمير پحقله په نړيوال پارلماني سېمينار كښې ټولو ګرانو مېلمنو ته هركلې وئيل ما لپاره د اعزاز خبره ده ٬ زه په خاص توګه د وزیر اعظم محمد نواز شریف مننه كوٶم چې ھغه په دې سېمينار كښې ګډون وكړو ٬ د كشمير كشاله د وزیر اعظم محمد نواز شریف زړه ته نزدې ده او د ھغه دلته موجودګي د دې خبرې غمازي كوي چې د كشمېر په مسئله كښې ژوره خوښي لري۔ ده ووئيل زه د برتانيې ٬ اروپائي اېتلاف او د كاناډا پشمول ټولو مېلمنو له د نېكو هيلو څرګندونه كوم ولې چې ھغوي نېك مقصد له د لرې نه راغلي دي او ھغه مقصد دا چې يو قام خپل د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له هڅې كوي ٬ ھغه لوظ چې د ملګرو ملتونو اعلٰې نړيوال فورم دوي سره كړې ٶ ٬ ھغه مقصد كوم له چې د بشري حقونو علمبردارانو او محافظانو د سترګو په وړاندې هندي قابض پوځ د لاسه لكونو كشميريانو د خپلو ځانونو قرباني وړاندې كړې۔ ده ووئيل چې په ټولو نړيوالو فورمونو د كشمير كشاله رامخې ته كولو له د قامي اسمبلۍ د روانو هلو ځلو د برخې په توګه د دې مهم سېمينار اهتمام د ينګ پارليمنټېرينز مخلصانه هڅې د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل تېر كال په جنيوا كښې د نړيوال پارلماني اېتلاف عمومي اسمبلۍ په وړاندې مې د كشميريانو په ستونزو خبره كړې وه او د اسلامي هېوادونو د پارلماني يونين د اېګزېكټو كمېټۍ په وړاندې مې هم دا مسئله په ښه ډول رامخې ته كړې۔ ده ووئيل د تېرو دريو كلونو په مهال قامي اسمبلۍ او سېنېټ كښې د يو شمېر نه زيات قراردادونه منظور شوي۔ ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د آبادياتۍ بدلۍ هڅې روانې دي ٬ هند هڅه كوي چې كشمير كښې هندوان زيات او مسلمانان په اقليت ثابت كړي۔ د مقبوضه کشمیر د صورتحال ذکر كولو سره ده ووئيل د برهاني واني د شهادت نه پس چې څه وشول ھغه د بشري حقونو دړدناكې خلاف ورزۍ دي٬ د بشري حقونو علمبردار نړيوالو ادارو كشمير كښې د هند په ظلمونو خاموشي د افسوس وړ ده ٬ شپږ زره كشميريان د پېلټ ګنز د لارې په نښه كړې شوي۔ ده ووئيل په مقبوضه وادۍ كښې په بې ګناه كشميريانو ظلمونه نه يوازې د غندنې جوګه دي بلكې خپلواكه پلټنې او هند څخه د سپيناوي د غوښتنې تقاضه كوي۔ ده ووئيل د كشميريانو د خپلواكۍ حق هلو ځلو له په اخلاقي او سياسي ملاتړ كلك ولاړ۔ ده ووئيل هند بشري حقونو لپاره د يو اېن هائي كمشنر ٬ د او آئي سي ٬ د امريكن پارلماني غړو ٬ اروپائي ائتلاف او اسټراليا لخوا مقبوضه كشمير كښې د آزادنه پلټنو غوښتنه رد كړې۔










