كولمبو 06 اګست (اے پي پي) د نيوزي لېنډ د كركټ لوبډله به ﴿سبا﴾ د زيات په ورځ د درې ورځني ټور پرېكټس مېچ سره د سري لنكا دوره پېل كوي۔ د نيوزي لېنډ لوبډله سېريز لپاره سري لنكا ته رسېدلې۔ د نيوزي لېنډ لوبډله به د كوربه لوبډلې په ضد دوه ټېسټ او درې ټي ټونټي مېچونه كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه به وړومبې ټېسټ مېچ د اګست په 14مه نېټه او دوهم ټېسټ مېچ به د اګست په 22مه نېټه پېل كېږي