د سري لنكا او د بنګله دېش د كركټ لوبډلو ترمېنځه دوهم يو ورځنې نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

كولمبو 27 جولائي (اے پي پي) د سري لنكا او د بنګله دېش د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې يو ورځنو مېچونو د سېريز دوهم يو ورځنې نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ كېږي۔ د سري لنكا كوربه لوبډلې وړومبې مېچ ګټلې دے۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دريم يو ورځنې نړيوال مېچ به د جولائي په 31مه نېټه كېږي۔