واشنګټن 25 جون (اے پي پي) د امريكې شته منو وګړو د معاشي عدم مساوات او د ماحولياتي بدلون پحقله د صورتحال بهترۍ لپاره په مالداره طبقې د لګولي شوي ټېكس شرح كښې د اضافې غوښتنه كړې ده۔ د فرانس خبر رسنې ادارې راپور له مخې شتمنو امريكائي وګړو چې پكښې نوموړې سرمايه كار جارج سوروس، د فېس بك شریك موسئس كرس هګېز او د ارب پتي چارلي منګر لور …
د امريكې شتمنو وګړو پخپل ځان د لګولي شوي ټېكس شرح كښې د اضافې غوښتنه وكړه

مزید خبریں
واشنګټن 25 جون (اے پي پي) د امريكې شته منو وګړو د معاشي عدم مساوات او د ماحولياتي بدلون پحقله د صورتحال بهترۍ لپاره په مالداره طبقې د لګولي شوي ټېكس شرح كښې د اضافې غوښتنه كړې ده۔ د فرانس خبر رسنې ادارې راپور له مخې شتمنو امريكائي وګړو چې پكښې نوموړې سرمايه كار جارج سوروس، د فېس بك شریك موسئس كرس هګېز او د ارب پتي چارلي منګر لور مولي منګر هم شامله ده٬ د امريكې د ممكنه صدارتي كانديدانو په نامه پرانستې چيټۍ كښې دوي غوښتنه كړې چې ھغوي دې د هېواد په شتمنه ټولنه د لګولې شوې ټېكس شرح كښې اضافې لپاره د ضروري قانون سازۍ ملاتړ وكړي۔ خط كښې وئيلي شوي دي چې د امريكې اخلاقي ذمه واري ده ھغوي زمونږ نه نور دولت ټېكس وصول كړي۔ دوي ووئيل چې چيټئ ليكونكې امريكائي وګړي د كوم خاص صدارتي كانديد ملاتړ نه كوي٬ دولت ټېكس د ماحولياتي بحران حل كښې پېشرفت ګرځېدې شي٬ د هېواد معیشت ښه جوړېدې شي٬ د صحت آسانۍ لا ښه كېدې شي٬ عام وګړو لپاره موقعې پېدا كېدې شي او زمونږ جمهوري آزاديو ته استحكام ترلاسه كېدې شي او دغسې د دولت د ټېكس شرح زياتول زمونږ د هېواد په ګټه ده۔ د امريكې ممكنه صدارتي كانديدانو په نامه پرانستي خط لاسليك كوونكو كښې د والټ ډزني د كورنۍ يو كس او د حيات هوټل چين مالكان هم شامل دي۔









