د اېران په ضد د امريكې د نويو بندېزونو به مناسب مخ نيوې وكړو٬ د اېران او عرب هېوادونو ترمېنځه د خبرو ملاتړ كوو۔ روسيه

ماسكو 25 جون (اے پي پي) روسيې وئيلي دي چې د اېران په ضد د امريكې د نويو بندېزونو به مناسب مخ نيوې وكړو٬ د اېران او عرب هېوادونو ترمېنځه د خبرو ملاتړ كوو۔ د روسيې دوهم خارجه وزير سرګئي ريابكوف خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې د امريكې نويو بندېزونو سره به په منطقه كښې د وړاندې نه موجود تاوتريخوالي لا سوا شي٬ بايد واشنګټن د داسې بندېزونو …

ماسكو 25 جون (اے پي پي) روسيې وئيلي دي چې د اېران په ضد د امريكې د نويو بندېزونو به مناسب مخ نيوې وكړو٬ د اېران او عرب هېوادونو ترمېنځه د خبرو ملاتړ كوو۔ د روسيې دوهم خارجه وزير سرګئي ريابكوف خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې د امريكې نويو بندېزونو سره به په منطقه كښې د وړاندې نه موجود تاوتريخوالي لا سوا شي٬ بايد واشنګټن د داسې بندېزونو لګولو په ځائ اېران سره د خبرو په چارو غور وكړي۔ ده ووئيل چې د اېران او عرب هېوادونو ترمېنځه د خبرو ملاتړ كوو او په خليج فارس كښې پائيدار امن غواړو۔ ده ووئيل چې روسيه د سوريې سلامتيا هم غواړي او په دې اړه روسيه واضح دريځ لري۔ د يادونې وړ ده چې د روسيې د حكومت وياند هم په اېران د امريكې نوي بندېزونه غېر قانوني ګرځولي دي۔

مزید خبریں